horizontal rule

میدیوتیک افغانستان

  • میدیوتیک افغانستان
  • میدیوتیک افغانستان یو غیردولتي افغانی-آلمانی بنسټ دی، چې په افغانستان کې سولې او ډموکراسۍ ته ژمن او متعهده دی.
  • زمونږ موخې:
  • د مدني ټولنې د جوړښتونو او د سولې د اعمار د ظرفیتونو پياوړتیا او ټینګښت،
  • د کثرت‌ګرو رسنیو پراخیتا او ورڅخه ملاتړ،
  • د ډموکراټیکو ارزښتونو، او د زغم او عدم تشدد د فرهنګ او دود پراختیا او پياوړتیا،  
  • د سوله‌ییزو تعاملاتو یا اړیکو او خبرو اترو لپاره د زمینو او موکو برابرول،
  • د ټولنې، د ټولنیزو بنسټونو او د ملت جوړونې د بهیر پراختیا،
  • زمونږ ماموریت:
  • د ښونې او روزنې، د سولې د اعمار او پياوړتیا، د شخړو د راکمولو او هوارولو، او د رسنیو د پراخیتا او پياوړیتا په برخه کې د هلو ځلو له لارې په  افغانستان کې د سولې اعمار او د یو ولسواک او سوله‌ییز راتلونکي تأمین؛  زمونږ ماموریت جوړوي.
  • زمونږ کاري بڼه:
  • میدیوتیک د یوه غیر متمرکزه جوړښت لرونکی بنسټ دی. دا جوړښت د دې بنسټ کارکونکو او دفترونو ته موکه او فرصت ورکوي، چې خپل کارونه او فعالیتونه د سمیه‌ییزو اړیتاوو او غوښتنو پر بنسټ برابر او اداره کړي. د میدیوتیک اجرائي کارکونکي  په سیمه‌ییزه کچه د ډېر درناوي او احترام وړ کسان دي، او د ځايي خلکو په  منځ کې د پام وړ باور او ډاډ څخه برخمن دي، او په خپلو ولایتونو کې هڅه کوي  افغانان پياوړې کړي، تر څو مسائل او ستونزې په خپله هوارې کړي، او د دې تر  څنګ د پياوړو ټولنیزو شبکو د جوړښت او پیاوړتیا لپاره هم هڅه او هاند کوي. 
  •  
  • زمونږ شالید:
  • ميديوتيك  پر (1993)  كال په آلمان كې د یوې ډلې کډوالو افغانانو له خوا د يو شمېر  آلماني متخصيصنو او د افغانستان د چارو كارپو هانو په  ملاتړ تأسيس شو.
  • ميديوتيك  له خپل تأسيس سره سم بې له ځنډه خپل فعاليتونه افغانستان ته وغزول، او د  وخت له اړیتاوو سره سم یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ، او په نويمو کلونو  کې یې د فرهنګي میراثونو په ساتنه، د ښونځیو د اعمار په پروژو او په علمي  برخه کې په نوښتونو او فعالتونو باندې تمرکز درلوده، او همدارنګه د سولې د  اعمار او له هغه ډموکراتیک بهیر څخه یې ملاتړ کړی او کوي یې، چې په ۲۰۰۱  کال کې د آلمان په پیترزبورګ کې پیل شوی دی، او اوس هم په همدې برخه کې  خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي. 

 

Pashto